اسلام آباد ۔ 7 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير خواجه محمد آ??ف وئيلي دي د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ د ځواكونو او اولس ځانګړې قربانۍ په نړۍ كښې مثال نه لري۔ نړۍ بايد د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ تجربې څخه استفاده وكړي۔ د پاكستان نه غېر دا جنګ ګټلې نه شي۔ نړۍ دې مني يا نه مني مونږ دا جنګ ګټو۔ هېواد او قام د ترهګرۍ څخه ساتلو ته مونږ تر ټولو اول پام كوؤ۔ سيمه كښی نوې بدلونونه او صف بندۍ روانې دي۔ مونږ له به هم د نوي او سم اړخ تعين كول وي۔ امريكا سره په شريك عزت او احترام اړيكې غواړو ولې د هېواد د ګټو به هېڅ سودا كولې نه شي۔ د زيارت په ورځ د درې ورځني سفرا كنفرنس په پايه خارجه دفتر كښې پرېس بريفنګ ته خطاب او د خبريالانو ??ېلو پوښتنو ځواب وركولو په مهال خارجه وزير د 80 لسيزې ذكر كولو سره ووئيل پاكستان څخه په دغه موده كښې څه وروك شول او څه ورته په لاس ورغلل ددې تعين خو به يو تاريخ ليكونكے كوي ولې بياهم مونږ څخه وروك شوې ډېر دي او په لاس هېڅ راغلي نه دي۔ ده ووئيل سيمه كښی نوې بدلونونه او صف بندۍ روانې دي۔ مونږ له به هم د نوي او سم اړخ تعين كول وي او په دې كښې به تندي كولې شي۔ ده ووئيل چين او روسيه په دې سيمه كښې دوه لوئې طاقتونه دي او د اف??انستان په اړه روسيه مهم او فعاله كردار ترسره كولې شي۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ په اړه خواجه آصف ووئيل نړۍ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ كاميابو ته نړۍ په بېل بېل نظر ګوري۔ مونږ له به دغه نقطه نظر سمول وي۔ ده ووئيل پاكستان د نړۍ يواځنې هېواد دے كوم چې دا جنګ ګټي او ډېر زر به كامياب شي۔ ده ووئيل هېواد او 20 كروړه اولس ترهګرۍ څخه ساتل زمونږ اولنۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل نړۍ كه مني او كه نه ولې مونږ ته په دې وياړ دے چې مونږ دا جنګ ګټو۔ ده ووئيل مونږ سوات ٬ خېبر ايجنسۍ او د وزيرستان په شمول ټولو قبائلي ايجنسو كښې امن په ځائې كړې۔ ده ووئيل خارجه وزير خواجه محمد آ??ف ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ د ځواكونو او اولس ځانګړې قربانۍ په نړۍ كښې مثال نه لري۔ د پاك امريكا اړيكو په اړه ده ووئيل د هېوادونو ??رمينځھ اړيكې كمې زياتې كېږي۔ مونږ امريكا سره په شريك عزت او احترام اډانه اړيكې غواړو۔ ده ووئيل د هېواد د ګټو به هېڅ سودا كولې نه شي۔ ده ووئيل امريكا سره به اقتصادي او تجارتي اړيكې په ځائې ساتو۔ خارجه وزير ووئيل د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د پاك اف??ان پالېسۍ څخه وروستو جوړولو ته اړتيا وه۔ په سفرا کانفرنس كښې په نوې پالېسۍ غور وكړے شو۔ ده ووئيل كنفرنس كښې د ملګرو ملتونو په كردار خبره وشوه۔ ده ووئيل ملګرو او سيمه ايزو ګاونډي هېوادونو او په خاص توګھ اف??انستان سره په اړيكو تفصيلي خبرې وشوې۔ او كشمير كښې روانه وضعه نظر كښې نيولو سره هند سره په اړيكو هم خبره وشوه۔ د اف??انستان په اړه خارجه وزير ووئيل اف??انستان زمونږ ګاونډي هېواد دے او د اف??انستان د ګټو به خيال ساتلې شي۔ ده ووئيل روسيه د سيمې لوئے طاقت دے او د اف??انستان معاملې په اړه روسيه مهم او فعاله كردار ترسره كولې شي۔ د اف??ان جهاد په اړه ده ووئيل د تېرو 40 كلونو څخه چې كوم كلتور وده كړې دا په دوه كاله كښې بدلولې نه شو