پېښور 18 اکتوبر (اے پي پي) اولس ??شر ممنون حسېن د شورو په ورځ د بنو د سائنس او ټېكنالوجې پوهنتون دويم كانووكېشن ته وېنا او د خېبر پښتونخوا په سوئيلي ضلعو كښې د تعليم او تحقيق ودې لپاره د دريو لويو پروژو پرانستې لپاره بنو ته رسېدلې دے ۔ بنو ته په رسېدو د كورونو او ودانيو وفاقي وزير اكرم خان دراني ٬ د پوهنتون وائس چانسلر٬ د بنو كمشنر او ډي آئي جي پشمول سينئر چارواكو په هېلي پېډ د اولس ??شر هركلے وكړو۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا هم اولس ??شر سره و۔ اولس ??شر به په كانووكېشن كښې پوزيشن ترلاسه كوونكو زده كوونكو له سندونه او مېډالونه وركوي۔ اولس ??شر به د دريو لويو پروژو وومن يونيورسټي آف سائنس ټېكنالوجي٬ سټوډنټس سټار اپ بزنس سنټر او يونيورسټي اف سائنس اېنډ ټېكنالوجي او د هيومن ريسورس ډويلپمنټ سنټر پرانسته كوي۔ د بنو د سائنس او ټېكنالوجې پوهنتون د سركاري څانګې تر انتظام لاندې په كال 2005م كښې جوړ شوے و كوم چې د خېبر پښتونخوا په جنوبي سيمو كښې د معياري تعليم او تحقيق په وده كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د اولس ??شر د راتللو په مهال ??وهنتون سېنګار كړے شوے۔