اسلام آباد ۔ 11 دسمبر (اے پی پی) ريونيو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان د نړيوال بانك يوې ډلې سره د غونډې مشري وكړه۔ دا غونډه د ګل په ورځ اېف بي آر هاؤس كښې وشوه۔ په دې مهال د شريكې خوښې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ بلخوا د نړيوالې مالياتي ادارې آئي اېم اېف ټېكس پالېسۍ او انتظامي چارو سره د اړوند پوسټ پروګرام مانيټرنګ مشن هم د وزيراعظم خاص مرستيال سره ملاقات وكړو۔ د اېف بي آر ??يئرمې طارق محمود پاشا او د اېف بي آر غړي هم په دې مهال موجود وو۔ ملاقات كښې د ټېكس پالېسۍ او انتظامي چارو سره سره پاكستان ??ښې د حكومت لخوا د ټېكس بنياد لا پر??خا كولو او ??ېو??د كښې ټېكس كلچر ته د ودې وركولو په اړه په پورته كړې شويو ګامونو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔