اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) په سري لنكا كښې د پاكستان هائي كمشنر ډاكټر شاهد احمد هشمت په كولمبو كښې د سري لنكا اولس مشر ميتهري پالا سري سينا سره ملاقات كړے۔د جمعې په و??ځ په كولمبو كښې د پاكستان هائي كميسون لخوا په جاري بيان كښې وئېلي شوي د ملاقات په مهال هائي كمشنر اولس مشر ميتهري پالا د پاكستان حكومت لخوا په سري لنكا كښې د پېل كړې شوو بېلا بېلو پرمختيائي پروژو څخه خبر كړو۔ده اولس مشر ته ووئيل د پوهانو يو?? ډله به ډېر زر د سري لنكا دوره وكړي كومه به چې په پولاناروا كښې د ډيلي فارم جوړولو په اړه فېزبلټي راپور جوړوي۔د سري لنكا اولس مشر په و??ت د سرې وركولو په اړه د وزيراعظم شاهد خاقا?? عباسي د اولس مشر ممنون ح??ېن مننه وكړه