اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) داخله چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه كښې په قصور او مردان كښې بې ګناه ماشومانو سره د زياتي او وژنې پېښې په ضد د غندنې قرارداد منظور كړې شوې۔قرارداد چيئرمېن سناتور عبدا??رح??ان ملك وړاندې كړو۔قرارداد كښې وئېلي شوي چې د سېنېټ د داخله چارو كمېټي زينب٬عاصمه او نورو كو??نيانو سره د شوي ظلم او زياتي او وژنې پ??ښو په سختۍ سره غندنه كوي او حكومت ته خواست كوي چې د كو??نيانو حقونو ساتنې قامي كمېشن سره سره بې ګناه كو??نيانو سره په كېدونكي زياتي هم كمېشن جوړ كړې شي د كمېټۍ په غونډه كښې دا متفقه پريكړه وشوه چې پاكستان پينل كوټ كښې بدلون كولو سره دې كو??نيانو سره ز??اتي كونكو او د دوي وژنكي مجرمان دې ښكاره په سولۍ كړی شي۔غونډه كښې د زينب پلار او مور هم ګډون وكړو۔كمېټۍ دوي سره د يو والي څرګندونه كولو سره په دې پیښه افسوس ښكاره كړو۔ كمېټۍ د زينب او عاصمه وژنكو زر تر زره نيولو او دوي ته د عبرت ناكې سزا وركولو غوښتنه وكړه۔ كمېتۍ په متفقه توګه د قصور او مردان كو??نيانو سره د ظلم او زياتي او وژنې پیښې په ضد د غندنې قرارداد منظور كړو۔سپارښتنه وكړې شوه چې كو??نيانو سره د زياتۍ او نورو جرمونو په اړه دې كمېشن جوړ كړې شي۔كوچنيانو سره د اړوند جرمونو په اړه دې پوليس واټسپ نمبر معارفي كړې۔غونډه كښې د قصور او مردان سره سره د وژل شويو ټولو كو??نيانو٬كوئټه كښې د دوه پوليو وركر مېرمنو او د اېف سي ??لا??مينو روح ته ثواب رسولو له دعا هم وكړې شوه۔د كمېټۍ په غونډه كښې سناتور محمد جاوېد عباسي٬كرنل(ر)طاهر مشهدي٬فتح محمد حسني٬جهانزېب جمالديني٬شاهي سيد٬اسرار الله ز??ري٬د پنجاب اے آئي جي٬د نېكټا احسان غني٬د مردان ډي پي او او نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو