اسلام آباد 21 فروری (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان ع??اسي به د تركمانستان او افغانستان د او??س مشرانو په بلنه د فرورۍ په 22مه او 23مه نېټه د تركمانستان او د افغانستان سركاري دوره كوي۔ وزيراعظم به د دورې په مهال د تاپي ګاز پائپ لائن پروژې د برېښنا ټرانسمېشن لائنونو او د فائبر آپټكس د بنياد تېګې اېښودو دستورو كښې ګډون كوي۔وزيراعظم سره به د توان دوهم وزير جام كمال خان هم وي۔د خارجه دفتر لخوا د شورو په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي د بنياد اېښودو په دستورو كښې به وزيراعظم شاهد خاقان ع??اسي٬د تركمانستان او??س مشر قربان علي ملكګولوچ بردي محمدوف٬د افغانستان او??س مشر اشرف غني او د هند د خارجه چارو دوهم وزير اېم جے اكبر په شريكه ګډون كوي۔د دستورې وړومبې پړاؤ به په سرهتابت٬تركمانستان كښې كېږي۔وزيراعظم به د خپلې دورې په مهال د تركمانستان او??س مشر سره ملاقات كوي۔هغه به د پاكستان پشمول د څلورو واړو هېوادونو د كلتور د مظاهرې او فن پارو د آرټس او كلتور په نندارتون كښې ګډون هم كوي۔د دې نه پس به بله دستوره كېږي چرته به چې وزيراعظم د نورو غړو هېوادونو مش??انو سره يوځاې بيان وركوي۔د دې نه پس به وزيراعظم شاهد خاقان ع??اسي د بنياد تېګه اېښودو دستورې په افغان پړاؤ كښې ګډون لپاره هم په دې ورځ هرات٬افغانستان ته ځي٬هغه به افغان او??س مشر سره هم ملاقات كوي