اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) قومي احتساب بيورو ﴿نېب﴾ په كراچې٬ اسلام آباد او ګلګت بلتستان كښ?? په بېلا بېلو ځايونو چاپې وهلو سره د 63 اربه روپو پي اېس او په سكېنډل كښ?? ككړ پنځه پخواني اعلٰي چارواكي ونيول۔ په ن??ول شويو كسانو كښ?? د پي اېس او سي اېل پخوانې جنرل منېجر سپلائي اختر ضمير٬ پخوانې چيف آپرېټنګ افيسر بائيكو پاكستان پېټروليم لمېټډ كامران افتخار٬ د بائيكو پاكستان پېټروليم لمېټډ پخوانې صدر قېصر جمال د كراچې څخه او پخوانې جنرل منېجر (ریټېل ،کنزیومر بزنس) پي اېس او ??و چیف ایګزیکټیو آفیسر جن پټرولیم سید ذوالفقار علی جعفری د اسلام آباد څخه او پخوانې سينئر جنرل منېجر مارکيټنګ پي اېس او ډاکټر سید نذر اے زیدي د هنزه ګلګت بلتستان څخه ګرفتار كړے شو۔ په تورنو بائيكو پاكستان پېټروليم لمېټډ ته د 2.43 اربه روپو د ماليت د خام تيلو د غېر قانوني ټهېكې وركولو تور ??ے٬ په كال 2008/9 كښ?? په دې لړ كښ?? كومه ادائيګي نه ده شوې۔ د پي اېس او انتظاميې په كال 2012م كښ?? پې اېس او ته پېروليم منصوعات سپلائي كولو لپاره بائيكو پاكستان پېټروليم لمېټډ سره د پېټروليم مصنوعاتو د اخستلو او خرڅولو غېر قانوني لوظنامه كړې وه حالانكه بائيكو پاكستان پېټروليم لمېټډ په كال 2013م كښ?? جوړه كړې شوې۔ د غېر قانوني ټهېكې څخه قومي خزانې ته د 60 اربه روپو زيان رسېدلې۔ معلومه شوې چې د پي اېس او انتظاميې په كال 2012م كښ?? يوه بله غېر قانوني لوظنامه هم كړې او د دې له امله هم قومي خزانې ته لوي زيان رسېدلې۔ د كراچې څخه ن??ول شوې تورن به جسماني ريمانډ لپاره نن د كراچې په احتساب عدالت كښ?? وړاندې كولې شي۔ تورن اختر ضمير او قېصر جمال د وړاندې نه د دريارلس ورځو په ريمانډ د نېب په تحويل كښ?? دي۔