لاهور 29 اکتوبر (اے پی پی)د مذهبي چارو او د مذهبونو تر مينځه د هم غږۍ وفاقي وزير پير نورالحق قادري په مشرۍ كښې د ق??مي علما?? او مشائح كونسل ا??لاميه جاري كړې شوې۔د ګل په ورځ د مذهبي چارو وفاقي وزير د كونسل په غونډه كښې ګډون كوونكو له باور وركړې چې حكومت د ق??مي علما?? او مشائح كونسل په وړاندېزونو عمل كوي٬د علماﺀ كونسل دائره كار صوبائي او ضلعي كچې ته رسولو لپاره به ټولې وسيلې كارولې شي۔په خپله وېنا كښې وفاقي وزير نورالحق قادري ووئيل د ټولو مسلكونو پلاوې به د وزارت په څارنه كښې د دينې دمدرسو دوره كوي۔ده ووئيل كونسل د حكومت او علماﺀ كرامو ترمينځه همغږۍ له د پل كردار ترسره كوي۔ده ووئيل ملي يكجهتي كونسل او دغسې نور تنظيمونه كوم چې د مسلكونو ترمينځه همغږۍ لپاره كار كوي٬د ستائنې وړ دي۔ده د كونسل لخوا د حكومت د ګرين اينډ كلين پروګرام په ملاتړ كولو د كونسل مننه وكړه