اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) پاکستان او بېلاروس د س??ار??ي اړيكو 25م سالګره په ښه ډول لمانځلو لپاره بېلا روس په اسلام آباد كښې د يو شمېر دستورو كولو منصوبه جوړوي۔ دا خبرې پاكستان كښې د بېلاروس سفير اېنډرائی ارمولویچ د شورو په ورځ د قامي خبر رسنې ادارې (اے پي پي) د مركزي دفتر دورې په مهال وكړې۔ د بېلاروس سفیر ووئيل پاكستان او بېلاروس به راتلونكې كال فرورۍ كښې د شريكو اړيكو 25م سالګرې په موقع د دوه اړخيزه اړيكو نوې باب پېل كولې شي۔ ده ووئيل د بېلا روس حكومت په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې ته وده وركولو لپاره د نوي?? موقعو په لټون كښې د راتلونكي ك??ل د سالګرې دستورو په اړه خپل د لوړې كچې نمائندګان د پاكستان يو شمېر دورې ترتيب كړې دي۔ ده ووئيل د بېلاروس نائب خارجه وزير او د صنعت وزير به جلا جلا د پاكستان دوره كوي كومو لپاره چې د نېټو تعين روان دے۔ ده ووئيل چې پوليټيكل سائنټسټس پلاوې به هم سنټر فار ګلوبل اېنډ ستراتېژك سټډيز معاونت سره به فرورۍ كښې په اسلام آباد كښې يو كنفرنس كوي او د بېلاروس س??ار?? به اسلام آباد كښې د عكسونو د نندارتون اهتمام كوي چې مقصد ئې د دواړو هېوادونو ترمېنځه س??ار??ي اړيكې رامخې ته كول دي۔ د اے پي پي منیجنګ ډائرېكټر محمد قمر ا?? چوهدري سره د ملاقات په مه??ل د اے پي پي او بېلاروس خبر رسنې دارې بېلټا ترمېنځه د خبرونو د تبادلې په څانګه كښې د مرستې جاج واخستې شو۔ د اے پي پي اېم ډي د بېلا روس سفير نزدې 35 نړيوالو خبر رسنو ادارو سره د خبرونو تبادلې په څانګه كښې د مرستې په اړه خبر كړو چې مقصد ئې د پاکستان په اړه د مستند خبرونو او د مثبت تشخص رامخې ته كول دي۔ ده ووئيل اوسنې نيوز پورټل اقدام “اے پي پي ګلوبل” د پاکستان اولین خبر رسنې ادارے او د نورو خبر رسنو ادارو ترمېنځه د پل كردار ترسره كوي او دا د اړوند هېوادونو اولس يو بل ته نزدې كولو لپاره په جزوي توګه يوه س??ار??ي ذريعه تصور كېدې شي۔ په دې مهال ډائرېكټر نيوز شفیق احمد قرېشي، ډائرېکټر انفارمېشن ټېکنالوجي غواث خان او ډائرېكټر اكنامك نيوز سروس بلال تهيم هم موجود وو