اسلام آباد 10 اکتوبر(اے پي پي) د خارجه چارو وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي حكومت به خپل پنځه كلنه آئيني موده ترسره كوي٬ مسلم ليګ (ن) به په راتلونكو ټولټاكنو كښې هم د يو كامياب ګوند په توګه رامخې ته كېږي۔ د نهې په ورځ خپلې يوې ??ركه كښې ده ووئيل محمد نواز شریف د لندن نه پاكستان ته راغې او ع??ال?? ته وړاندې شوے۔ ده ووئيل د جے آئي ټي په عمل د تحفظاتو باوجود شريفې كورنۍ ع??ال??ونو سره مر??ته كړې۔د قامي اېكشن پلان په اړه د يوې ??وښتنې په ځواب ده ووئيل قامي اېكشن پلان هېواد څخه د ترهه ګرۍ خاتمې له جوړ كړې شوې ٶ۔ ??ه ووئيل ټولو قامي ادارو او سياسي ګوندونو پ?? قامي اېكشن پلان عملدرآمد لپاره اتفاق كړې۔ امريكې سره د اړيكو پ?? اړه د پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل پاکستان امریکې سره د برابرۍ په بنياد ښې اړيكې غواري٬ د چا ډكټېشن به نه قبولو٬ ټول اقدامات به د قام ګټې له كولې شي۔ ده ووئيل امريكا دې په افغانستان كې د داعش د موجودګۍ پلټنې وكړي ۔ ده ووئيل د پاكستان يوازې كولو هره پاليسي به ناكامه كېږي۔ خواجه آصف ووئيل د افغان پاليسۍ پحقله د پاكستان سول او پ??ځي قيادت يو موټے دي۔(ص ف/ض ض/ګ ل/2020)