لاهور۔28 اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د هېواد پرمختګ له امن او استحكام ډېر ضرري دے۔د ادارو ترمينځھ هېڅ ټكر نشته۔ ځينې ناكام سياستدان د ادارو ترمينځھ د ټكر رامخې ته كېدو هڅه كوي ولې دوئې به ناكامۍ سره مخ شي۔ موجوده حكومت د پارلمان د 5 كلنې مودې حرمت په ځائې كړې۔ ده د خالي په ورځ اېكسپوسېنټر ??ښې د یونیورسټی آف مېنجمنټ اېنډ ټېکنالوجی ترسېوري لاندې دوهم نړيوال كنفرنس او نندارتون ته خطاب او وروستو ميډيا سره خبرې كولې۔ په دې مهال د یو اېم ټی چیئرمېن ډاكټر حسن صهیب مراد، رېکټر ډاکټر محمد اسلم ، د یواېم ټی ډائرېکټر جنرل عابد اېچ کے شېروانی او نورو موجود وو۔ ده ووئيل په كال 2013ء ??ښې د هېواد معيشت ډوب شوے وو۔ كله چې څوك پاكستان ??ښې سرمايه كارۍ كولو ته تيار نه وو۔ ولې اوس سرمايه كارۍ سره سره پاكستان مخ په وړاندې روان دے۔ او كه د پرمختګ رفتار هم داسې روان پاتے شو نو په كال 2025ء ??ښې به د پاكستان شمېره د نړۍ په 20 معيشتونو ??ښې كېږي۔ ده ووئيل كه منفي سياست نه وي نو هېواد راتلونكو څو كلونو ??ښې د پرمختګ ټولو پړاؤنو څخه تېرېدې شي۔ ده ووئيل د هېواد پرمختګ لپاره د نوې ټېكنالوجۍ كارول ډېر ضروري دي۔ داخله وزير ووئيل نړۍ ته پیغام وركوؤ چې پاكستان يو مستحكم جمهوريت دے ولې ځينې ناكامه كسان او ميډيا ځينې خبريالان په مخصوص ايجنډا كار كوي۔ ده ووئيل د شپی په ټي وي ټاك شوز ??ښې پاكستان غېر مستحكم كولې شي ولې سهار بيا پرمختګ كوؤنكې پاكستان په نظر راځي۔ ده ووئيل د ترهګرو په ضد عمليات د ټولو سياسي ګوندونو په سلا پیل شو كوم چې د كوم فرخ نه غېر روان دي۔ ده ووئيل هېواد څخه ترهګري ختمه كړې شوې او اوس پاكستان نارمل هېواد جوړېدو پلو روان دے۔ د كراچۍ رڼاګانې بېرته راغلي دي۔ د پاكستان معيشت مستحكم كېږي۔ آئي اېم اېف پسې نه ځو۔ كومې عياشۍ له مو قرضې اخستې نه دي بلكې دې قرضو سره د پاكستان په پېداوار ??ښې ترقي كېږي او انفراسټركچر جوړېږي۔ ده ووئيل نړيوالې معاشې ادارې د پاكستان د معاشي پرمختګ اعتراف كوي۔ د پاکستان شرح نمو د تېرو 10 كلونو تر ټولو په لوړه كچه ده۔ احسن اقبال ووئيل هېواد كښی د سي پېك ترسېوري لاندې د اربونو ډالر سرمايه كاري كېږي۔ سی پېک به ګېم چېنجر ثابت شي او د هېواد پ?? معيشت ??ښې به ښكاره بدلون رامخې ته شي۔ ده ووئيل هېواد ??ښې راتلونكې ټول ټاكنې به 2018 ??ښې كېږي۔ ده ووئيل حكومت د توان يو شمېر پروژې پېل كړي چې ورسره په لو??شې??نګ كمې راغلې۔ ده ووئيل پوهنتونونه د نوې تقاضو ترمخه كولو سره د تعليم په نظام ??ښې مقابله كېدې شي۔ په دې مهال یواېم ټی چیئرمېن ډاكټر حسن صهېب مراد،رېکټر ډاکټر محمد اسلم ، د یواېم ټی ډي جي عابد اېچ کے شېروانی او نورو هم خطاب وكړو۔