اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پا??ست??ن د خپل جغرافيائي محل وقوع له امله منطقه كښې د اقتصادي هلو ځلو فطري مركز دے د كومې كاميابۍ لپاره چې پا??ست??ن كښې د بانك آف چائنا د آپرېشن پرانسته يو تاريخي اقدام دے د كومې چې پا??ست??ن د زړه نه هركلے كوي۔ اولس مشر دا خبرې پا??ست??ن كښې د بانك آف چائنا آپرېشنز پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع اولس مشر ممنون حسېن د تختۍ مخ كنته كولو سره د بانك د آپرېشنز هم پرانسته وكړه۔ په دستوره كښې د پا??ست??ن مركزي بانك ګورنر طارق باجوہ ، چین كښې د پا??ست??ن لنډ مهاله سفير جاؤ جے اون او د بانك آف چائنا چيئرمېن چن سي كنګ هم خطاب وكړو۔ اولس مشر ووئيل بانك آف چائنا د پاك چين اقتصادي لارې د تاريخي حقيقت څرګندونه ده چې پا??ست??ن او چين د خپلو ځانونو سره او د منطقې قسمت بدلولو لپاره چې كوم شريك خوب ليدلې ٶ ھغه د حقيقت په شكل كښې رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل د سي پېك خواږه به ډېر زر اولس ته رسېدل پېل شي چې په نتيجه كښې به ئې د د??اړو هېوادونو ترمېنځه ولوله لرونكې سياسي او اقتصادي اړيكې لا پراختيا ومومي۔ ده ووئيل پا??ست??ن سرمايه كارۍ لپاره ښه هېواد دے كومې څخه چې ځائي او نړيوالو سرمايه كارو لپاره ګټه پورته كول پكار دي۔ ده ووئيل كاروباري چاپېريال ښه دے او خوږ هېواد قوي او پراخه ماركيټ كښې سرمايه كار خپل طرف ته متوجه كوي۔ ده ووئيل د سي پېك وجود كښې د راتللو نه پس هېواد كښې د انفراسټركچر په اړه ځانګړې پرمختګ كړې٬ ګڼ شمېر نوې بندونه جوړېږي٬ ده ووئېل د كان كېندلو سره د سكرو پېداوار زياتېږي٬ د توان پېداوار كښې زياتي لپاره اتومي ري اېكټرز جوړېږي٬ د تېلو او ګاز پائپ لائن غزېدو سره سره ټېكسټائل پاركس٬ سړكونه او د رېل پټلو غزولو په يو شمېرو منصوبو كار روان دے چې پكښې د ګڼ شمې?? پروژو پلان په حتمي پړاٶ كښې دے۔ د بانك آف چائنا چيئرمېن چن سے كنګ بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل قائد اعظم وئيلي ٶ چې د پرمختګ او سوكالۍ ??نزل د اتحاد او يوالي د لارې ترلاسه كېدې شي۔ ده ووئيل پاکستان او چ??ن ?? سي پېك كاميابۍ لپاره په دې تعليماتو عمل كوي۔ اولس مشر بانك آف چائنا ته په پا??ست??ن كښې په باقاعده توګه په كاروبار پېل كولو مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې د د??اړو هېوادونو ترمېنځه به د بانك روابطو لا مضبوطيا لپاره خپل كردار ترسره كړي