چراټ 11 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم شاه?? خاقان عباسي او د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د زيارت په ورځ په چراټ كښې د سپېشل سروس ګروپ (اېس اېس جي) د مركزي دفتر دوره وكړه۔ د جاري شوي بيان له مخې چراټ ته په رارسېدو وزيراعظم د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو۔ وزيراعظم د اېس اېس جي آرګنائزېشن ٬ د دې د ص??اح??تونو او كاركردګۍ په اړه خبر كړې شو۔ اېس اېس جي د ??پل?? ځي??و پېشه ورانه پوهې او آپرېشنل ص??اح??تونو مظاهره وكړه۔ په دې موقع وزیراعظم د اېس اېس جي په ځي??و وسلو ډزې هم وكړې۔ د اېس اېس جي چارواكو او ځوانانو ت?? خپلې وېنا كښې وزيراعظم شاه?? خاقان عباسي د اېليټ فورس په كاركردګۍ او د ترهګرۍ په ضد د روانو هلو ځلو په مهال د دوي د خدماتو ستائنه وكړه۔ وزیراعظم د اېس اېس جي او د وسله والو ځواكونو شهيدانو ت?? پېرزونې وړاندې كړې د كومو د قربانيو په سبب چې په پاكستان كښې امن بحال شوے۔ په دې موقع د دفاع وزير٬ د پېښور كور كمانډر او د پوځ نور سينئر چارواكي هم موجود وو۔