اسلام آباد۔ 09مارچ (اے پی پی) د ریاستونو او سرحدي چارو وفا??ی وزیر لېفټېننټ جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ وئيلي دي د افغان كډوالو په عزت سره ستتندو لپاره افغان حكومت سره خبرې روانې دي۔ پاكستان كښې د رجسټرډ افغان كډوالو شمېره 14 لكهه ده كومو كښې به چې 4 لكهه افغان كډوال زر تر زره ب??رته لېږلې شي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د نسیمه حفیظ پانیزئی د پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل بلوچستان كښې د تعليم 19 او د روغتيا 17 منصوبې بشپړې كړې شوي۔ دغسې د انفراسټركچر په يو شمېر منصوبو كار روان دے۔ په دې لړ كښې په ضلعي كچه كمېټي ٬ دوهم كمشنر ٬ صوبائي حكومت ??و يو اېن اېچ سي آر په ګډه پرېكړه كوي چې دا كار د چا په ذريعه وكړې شي۔ ده ووئېل 50 فیصد کام اېن جی اوز او 50 فیصد کار صوبائی حکومت كوي۔ د حکومت د افغان كډوالو په اړه كومه واضحه پالېسي نه ??ام??ې ته كېږي۔ پارلېمنټ چې كومه لائحه مرتب كړې وه به هغې عملدرآمد نه دې شوې۔ ده ووئېل پارلیمانی کمیټۍ وړاندېز كړې ؤ چې د يو اېن اېچ سي آر په نګرانۍ كښې دې دوئي خپل هېواد ته ب??رته ولېږلې شي۔ وفا??ی وزیر جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ ووئيل تېر كال مونږ د افغان كډوالو بېرته تللو له اے پي سي جوړه كړه په كومه كښې چې پرېكړه شوې وه چې دا كډوال دې په عزت بېرته ولېږلې شي۔ ده ووئېل كه د دوئي بچي زده كړې ترلاسه كوي يا كوم كاروبار كوي نو دوئي لپاره دې وېزه پالېسي جوړه كړې شي۔ ده ووئيل مونږ تر دسمبر 2017ء دا پرېكړه ځنډولې وه۔ ده ووئيل افغان اولس مشر مونږ سره تماس نيولې چې د افغان كډوال خپل هېواد ته ب??رته راتګ له منصوبه بندي كوؤ او په دوو كالو كښې به دوئي راوبلو۔ وفاقې وزير ووئيل مونږ د افغان كډوالو رجسټرېشن كړې او د دوئي شمېره 14 لكهه ده كومو كښې چې 10 لكه سره سيټیزن کارډ لري او 4 لكهه شناختي كارډ نه لري۔