اسلام آباد ۔ 21 مارچ (اے پی پی) د دفاع وزير انجینئر خرم دستګیر خان سره د متحده عرب امارات سفير حماد عبېد ابراهيم سال الزابي دفاع وزارت كښې ليدلې دي۔ د دفاع وزير د نوې تقررۍ څخه وروستو د ذمه وارو په سنبالولو د امارات سفير لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وفاقی وزیر هيله ولرله چې د ستا د سفارت م??دې په مهال به د دواړو هېوادونو د ملګرتيا اړيكې لا مضبوطې شي۔ او دې لپاره به خپل ??لاحيتونه او منصب وكاروې۔ وفاقی وزیر د عرب اماراتو پرمختګ او سوكالۍ لپاره د خلیفه بن زائد النهیان څوك چې د عرب اماراتو د وسله والو ځوا??ون?? سپريم كمانډر هم دے هڅې او ويژن ستائنه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان او عرب امارات به د قدر وړ ستراتيجيكي ملګري پاتې كېږي او د اعلی رابطو سره به دوه اړخيزه مثالي اړيكوې لا مخ په وړاندې بيائې ۔ د ملاقات په مهال په موجوده همكارۍ د اطمينان څرګندونه او د دوه اړخيزه دفاعي مرستې په زياتولو اتفاق وشو۔ په دې مهال وفاقي وزير په خاص توګه دفاعي صنعت كښې د همكارۍ زياتولو وړاندېز وركړو۔ دې سره سره ده د عرب امارات وسله والو ځوا??ون?? ته د تربيې اسانۍ وركولو هم وړاندېز وكړو۔