اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې د جے آئي ټي تفتيشي راپور څرګندېږي٬اصل حقائق كوم چې زمونږ په حق كښې كېدې شو٬د پټولو هڅه يې شوې خو هغه هم ونيول شول٬واجد ضياﺀ مونږ ته سرټيفيكېټ راكړی چې خواجه حارث درست وائي٬واجد ضياﺀ دا هم وئېلي چې نواز شريف د تنخا په اړه ده سره كوم ثبوت نش??ه٬??ه كوم تور چې ټاكل شوې وزيراعظم و??ست??ې كېږي٬د هغې ثبوت هم نشته نو بيا دا كيس څه دي٬دا كيس پراډ دې او د نواز شريف نه د انتقام اخستلو مقدمه ده۔د شورو په ورځ د احتساب عدالت په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې نواز شريف ووئيل چې نن تاسو عدالتي كاروائي هم ليدلې٬د جے آئي ټي تفتيشي راپور څرګندېږي٬معلومه نه ده چې جے آئي ټي دا حقائ?? ولې پټ كړي وو او نور څيزونه يې په خپل راپور كښې وړاندې كړي۔ده ووئيل چې د پاكستان د كروړونو په شمېر اولس نواز شريف سره دې٬نواز شريف سره مينه لري٬ځكه دا خلك نواز شريف نه شي زغملې۔ده ووئيل چې د جے آئي ټي په 6 كښې درې غړي په سياسي توګه زمونږ سخت مخالف دي او د دوي يا د دوي د كورنۍ پي ټي آئي سره تعلق دې۔د دې پ??ښت??ې په ځواب ك??ې چې كه چرته خارجه وزير هم په اقامه و??ست??ې شي نو ستاسو غبرګون به څه وي۔نواز شريف ووئيل چې غبرګون به هغه وي كوم چې د ټول قوم غبرګون دې٬دا د پاكستاني قوم غبرګون دې۔تاسو يې پھ ورځپاڼو او ټي وي چينلو كښې وينئ