اسلام آباد ۔27مئی (اے پی پی)وزیر اعظم شاھد خا??ان عباسی ګلګت ته ورسېد۔ د وزيراعظم هاؤس څخه جاري شوي بيان ترمخه د خپلې دورې په مهال به وزيراعظم د ګلګت بلتستان قانون ساز اسمبلۍ ته خطاب كوي۔ د?? سر?? سره به وزيراعظم سيمه كښې د بېلو پرمختيائي منصوبو پرانسته كوي كومو كښې چې د ګلګت څخه تر نلتر روډ اپ ګر??ډی??ن ، د سول سېکرټرېټ تعمیر اولنې پړاؤ او د ګلګت بلتستان اسمبلۍ ودانۍ جوړولو منصوبې شامل دي۔ د شېډول ترمخه وزيراعظم به ګلګت بلتستان ته رسېدو څخه سمدستي وروستو د ګلګت چنار ګارډن كښې د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپوروي او د ګلګت بلتستان آزادۍ جنګ شهيدانو له به فاتحه خواني كوي۔ بلخوا ګلګت بلتستان انتظامیې د وزيراعظم دورې په مهال بشپړ انتظامات كړي دي