اسلام آباد ۔ 21 جولائی (اے پی پی) سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشرې سناتورې شېري رحمن وئيلي دي پیپلز ګوند اقتدار كښې راتلو سره به اولس ته د ژوند بنيادي اسانۍ وركړي۔ يو نجي ټ?? وي سره خبرو كښې دې ووئيل پا??ست??ن پیپلز ګوند د سندھ سيمو كښې د اولس پرمختګ او ??وكالۍ لپاره ډېر كارونه كړي دي۔ هيله ده چې د دغې كاركردګۍ په بنياد به اولس پيپلز ګوند ته ووټ وركړي۔ دې ووئيل بلاول بھټو زرداری په ګرد هېواد كښې خپل انتخابي مهم په غوره ډول روان ساتلې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل جمهوریت لپاره د كركې او ??حتجاج سياست بايد ختم كړې شي۔ دې ووئيل انتها خوښي ٬ غېر مهذب ژبه كارول او ?? تورونو سياست هم د ترهګر?? يو سبب دے۔ دې هېواد څخه د ترهګرۍ ختمولو له د ټولو سياسي ګوندونو يو ځائې ناستې په حاجت زور راوړو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل د عبوري حكومت ذمه واري ده چې هغه د ټولو سياسي ګوندونو ګيلې لرې كړي۔