اسلام آباد ۔ 17 اګست (اے پی پی) د قانون او ان??اف وفاقی وزارت د قانون او ان??اف وفاقي وزير بېرسټر س??د علي ظفر په مشرۍ كښې پرېزېنټېشن له د يو شمېر بلونو مسوده وضعه كړه په كومه به چې وفاقي كابينه غور كوي۔ د جمعې په ورځ جاري كړې شوي بيان ترمخه د قانون او ان??اف وزير بېرسټر س??د علي ظفر د قانون او ان??اف وزارت په قانونو كښې د اصلاحاتو په حقله د يوې غونډې مشري كولو په مهال ووئيل هېواد په ان??اف كښې د تاخير په ډول يوې جدي مسئلې سره مخ دے چې په سوب ئې د مقدمو پرېكړې تر څو لسيزو نه كېږي۔وفاقی وزیر ووئيل لنډ مهاله حكومت ته دا اعزاز ترلاسه دې چې په لنډه موده كښې ئې ضابطه ديواني (بدلون) بل 2018ء ته حتمي شكل وركړې۔ ده ووئيل ددې اصلاحاتو م??ص?? د ??قدمو چلولو په نظام كښې انقلابي بدلون راوستل او دا پرمختګ كړې هېوادونو كښې د عملي كړې شوي نظام ترمخه جوړول دي۔ په ابتدائي توګه ددې اطلاق به اسلام آباد كښې كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل د اړوند اهدافو او م??صدونو ترلاسه كولو له د اصلاحاتو عمل جاري ساتل او په دې اړه قانون سازي كول به د نوي ټاكلي حكومت لپار?? يو لوئے چېلنج وي۔