اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې دزيارت په ورځ د اعلیٰ كچې غونډه شوې چې پكښې د كال 2018 په ټولټاكنو كښې د درغلۍ پلټنو لپاره د پارلماني كمېټې جوړولو چارو پحقله خبرې اترې شوې دي۔ په غونډه ??ښې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني٬ د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوري٬ سېنېټ كښې د حكومتې ډلې مشر سناتور شبلي فراز، سردار ایاز صادق ، سید خورشید احمد شاہ او فرخ حبیب ګډون وكړو۔ غونډه ??ښې سلا وشوه چې د كال 2018 په ټولټاكنو كښې د درغلۍ پلټنو لپاره به كمېټي جوړولې شي چې پكښې به د غړٶ شمېره 24 وي او په كښې به دريو كښې دوه برخې د قامي اسمبلۍ د غړو ا?? په دريو كښې يوه برخه به د سېنېټ د غړو وي۔ سېنټ به پ?? ايوان كښې د موجود ګوندونو د پوزيشن په تناسب سره د غړو نامې وركوي او په قامي اسمبلۍ كښې هم په دغه تګلار عمل كولې شي