كراچي 23 اکتوبر (اے پي پي) د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان د رائل سعودي فضائيه هېډكوارټرز دوره كړې ۔د نهې پھ ورځ جاري شوي اعلاميې له مخې د ايئر چيف د سعودي فضائيه هېډكوارټرز ته په رسېدو يوې چټك ډلې هغه ته سلامي وكړه۔ده د خپل هم څنګ لېفټيننټ جنرل(اسټاف)تركي بن بندر بن عبدالعزيز السعود سره ملاقات وكړو۔د ملاقات پھ مهال په شريكو اړيكو او په پېشه وره چارو خبرې اترې وشو??۔د رائل سعودي فضائيه كمانډر د دواړو وروڼو قامونو او د فضائي ځواكونو ترمينځه اوسنۍ مينه او د اح??رام مضبوط تعلق و??تا??ېلو۔په موجوده مرسته د اطمينان څرګندونې سره دواړو مشرانو شريكې مرستې ته د لا ودې وركولو د عزم پخلې وكړو۔د يادونې وړ ده د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان د سعودي په دوره تللې دې