نيويارك 10 نومبر(اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيرې مليحه لودهي وئيلي دي چې بايد ملګري ملتونه د يووالي نظام څخه ګڼ اړخيزه نظام ته د زياتېدونكي خطر له امله په ټوله نړۍ كښې د امن نظام لپاره د محرك په توګه كردار ترسره كړي۔ په سلامتي كونسل كښې د ګڼ اړخيزه نظام په اړه په بحث كښې د پاكستان سفيرې مليحه لودهي ووئيل چې د ملګرو ملتونو په قواعدو عمل كول زما د هېواد د خارجه پالېسې بنيادي عنصر دے۔ ه??ې ووئيل چې د ملګرو ملتونو په منشور كښې د شخړو سوله ايز حل٬ د مداخلې نه كولو٬ د هېوادونو برابرې او د دوي خپلواكې لپاره چې كوم اصول وضع كړې شوي دي٬ هغه ډې?? مهم دي۔ ه??ې ووئيل چې پاكستان د دې مقاصدو ترلاسه كولو لپاره په ملګرو ملتونو كښې د اصلاحاتو پوخ ملاتړ كوي۔ پاكستانې سفيرې عامې بهترې لپاره د شر??كو اهدافو ترلاسه كولو په هڅو كښې د ملګرو ملتونو د هڅو ستائنه وكړه۔ ه??ې ووئيل چې ملګرو ملتونو د تېرو 70 كلونو په مهال امن او سلامتيا او شر??ك پرمختګ ته په نړيواله كچه وده وركړې خو لا اوس هم ??ه دې لړ كښې د نړيوالې مرستې ضرورت دے۔ غونډې ته د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوئټرېس هم ??ېنا وكړه۔