اسلام آباد 04 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان ددې لوظ پخلې كړې دې چې حکومت په سپېځلتيا باور لري او سرمايه كا??و ته اسانۍ وركولو سره سره دوئي ته هېواد كښې وده كوؤنكي ??عيشت كښې د موجوده پراخا موقعو څخه استفادې له په زړه پوري چاپېرچل وركولو له لوظي دے۔ ده دا خبره د ټېلي نار ګروپ صدر او چيف اېګزېكټو آفسر سګوي بريكي سره خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ وزيراعظم آفس كښې ده سره ملاقات وكړو۔ سګوی برېکی وزیراعظم پاکستان كښې د سرمايه كا??ۍ په اړه د ټېلي نار تجربې څخه خبرولو سره دا د اطمينان وړ وګرځوله۔ ده د ټېلي كام څانګې كښې په ??رل?? پسې مرسته او د نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كا??ۍ كولو په ډاډګيرنه د پاكستاني حكومت مننه وكړه۔ ده ووئيل ټېلي نار ګروپ كال 2005ﺀ څخه پاكستان كښې كا?? كوي۔ ګروپ د 3.5 ارب ډالر سرمایه کاری كړې او د 5 زره نېغ په نېغه ملازمتونو وركولو سره سره ئې په بالواسطه توګه د لكھونو په شمېر د روزګار موقعې رامخې ته كړې دي۔ سګوي برېكي ??زيراعظم ته ووئيل چي د ټېلي نار په راروانو منصوبه جاتو كښې مالي ??ذم??تو كښې اضافه كول٬ كروندګر ډيجيټل نړۍ سره تړل او خپلو ??ذم??تو ته په هېلت كيئر او ډيجيټل كا??وبار كښې پراختيا وركول شامل دي۔ دوئي وزيراعظم د ”اېنټ فنانشېل” سره د اعلان كړې اوسنۍ همكارۍ په نتيجه كښې د 140 ملين ډالرو راروانې سرمايه كا??ۍ نه هم خبر كړو۔ وزیر اعظم د ټېلي كام په څانګه كښې د ټېلي نار ??ذم??ت ستائلو سره ووئيل حكومت پاكستان كښې په علم اډانه معيشت ته وده وركول غواړي او ټېلي نار د اېكو سسټم په وده كښې مهم همكارګڼي كوم چې د حكومت په پرمختيائي ايجنډا كښې مرستياله دې