اسلام آباد ۔ 10 جنوری (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي په هندي مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو پلټنيو له دې كمېشن آف انكوائري جوړ كړې شي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره بشري حقونو لپاره د جم??ں وكشمير كونسل صدر ډاكټر سيد نذير ګېلاني د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔ اولس مشر د ډاكټر نذير ګېلاني او دده د تنظيم لخوا مقبوضه جم??ں وكشمير كښې د بشري حقونو صورتحال رامخې ته كولو له پورته كړې ګامونه سائلو سره په كشميري مشرتابه زور راوړو چې هغه دې د مسئلې بنيادي فريق په توګه د مقبوضه كشمير اولس په ضد د بشري حقونو سختې خلاف ورزۍ نړۍ ته رامخې ته كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ اولس مشر ددې عزم څرګندونه و??ړه چې بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د هائي كمشنر راپور په هندي مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلم او زياتي په اړه د پاكستان د پرله پسې رامخې ته كېدونكي دريځ حمايت كوي۔ ده مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو پلټنيو له د يو بشپړ ٬ آزاد او نړيوالو پلټنيو له د كمېشن آف انكوائري جوړولو غوښتنه و??ړه۔ اولس مشر ډاكټر نذير ګېلاني ته باور وركړو چې پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو په رڼا كښې د منلي شوي خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس د روانو هڅو مرسته جاري ساتي۔ ډاكټر نذير ګېلاني بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د هائي كمشنر په راپور رڼا اچولو سره و??ئيل په ټوله نړۍ ك??ې كشميري ورورولۍ لپاره دا راپور يو مهم سنګ ميل دے۔ ده و??ئيل مقبوضه كشمير كښې په لويه كچه د بشري حقونو خلاف ورزيو پلو د نړۍ پام ګرځولو ته اړتيا ده