اسلام آباد ۔ 19 جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي حكومت راديو پاكستان يوه مضبوطه او فعاله اداره او د ابلاغ مركز جوړولو كلك عزم ??ړې دې۔ د خالي په ورځ براډ کاسټنګ ھاؤس رېډيو پاکستان لاهور كښې يوې دستورې ته خ??اب كښې ده ووئيل ح??ومت د يوې كاروباري منصوبې ترمخه د رېډيو پاكستان املاكو څخه د استفادې كولو پرېكړه كړې ده۔ د راديو پاكستان ترمخه ده ووئيل ح??ومت راديو پاكستان په خپلو پښو ودرېدونكې اداره جوړول غوا??ي۔ ده ووئيل ح??ومت به د فنكارانو ډاډګيرنه او د دوئي د خذماتو اعتراف كوي۔ ده ووئيل د راديو پاكستان آرکائیو (Archive)يو ځانګړې او قيمتي اثاثه ده كومه به چې په بشپړه ډول کمپیوټرائزډ كولې شي۔ ده ووئيل ح??ومت به د راديو پاكستان ملازمينو خېر ښېګړې له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ ده په دې مهال د براډکاسټنګ هاؤس لاهور بېلو برخو دوره وكړه ۔ سټېشن ډائرېکټرې نزاکت شکیله ده ته د براډ کاسټنگ هاؤس پروګرامونو او انتظام په اړه ووئيل