اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د ساهيوال پیښه يو دړدمنده پیښه وه٬دې سره ټول پاكستانيان ځپلې شوي خو په دې پیښه بايد سياست اون?? كړی شي٬د پېښې ذمه وارو له به سخته سزا وركولې شي۔د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د م??الفې ډلې مشر د اعتراض نكتې په ځواب خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د م??الفې ډلې مشر يوه ??كته پورت?? كړی وه٬دا ترسره شوې وه چې په فنانس بل به د خيالاتو څرګندونه كوو او بيا به فنانس بل وړاندې كولې شي خو هغه د ساهيوال پېښه پورت?? كړی۔ده ووئيل په دې پېښه ټول پاكستانيان ځپلې شوي۔دا يوه دړدمنده پېښه وه٬د دې پېښې هدايات د حكومت د اړخه نه وو وركړې شوي ٬حكومت د دې پیښې غندن?? كړی٬ ده ووئېل دوه ??رځې په دې پیښه په ايوان كښې بحث شوې٬دا پیښه اوس پورته كول مناسب نه وه۔د پنجاب اعلٰی وزير ټ??كل?? شوې٬د هغه په اړه ناوړه الفاظ مناسب نه دي٬كه د ټ??كل?? شوو نمائندګانو سپكاوې اوكړو نو دا به د جمهوري رواياتو خذمت نه وي۔ ده ووئېل اعلٰی وزير په موقع ورسېدلې وو٬وزيراعظم راپور غوښتلې جے آئي ټي خپل كار بشپړ كړې او د حالاتو او واقعاتو جاج اخستلو سره يې خليل او د هغه كورنۍ بې ګناه ګرځولې٬ ده ووئېل مونږ دا ګڼو چې هغوي قتل كړی شوي٬هغوي ترهه ګر نه وو٬تېر وخت كښې حكومتونو به د څيزونو پټولو هڅه كوله٬دې حكومت ھېڅ هم پټ نه دي ساتلې كوم هم سركاري افسر له به تحفظ نه وركوو٬ ده ووئېل ككړ كسانو له به سزا وركولې شي۔خارجه وزير ووئيل حقائق به قام او ايوان ته وړاندې كولې شي۔ده ووئيل پھ دې پیښه كښې د وژلې شوي ذيشان په اړه نورو پلټنو له كمېټۍ وخت غوښتې٬په دې معامله مېډيا ته د ان كيمره بريفنګ وركولو هم پريكړھ شوې دغسې چې اصل حقائق راوړاندې شي۔ شاه محمود قرېشي ووئېل د دې كيس مقدمه به د ترهه ګرۍ مخ نيوي عدالت كښې چلولې شي٬اعلٰی افسران د خپلو چوكو څخه اخوا كړی شوي ٬ټول حقائق به اولس ته وړاندې كولې شي او څه به هم پټ نه شي ساتلې٬ ده ووئېل د م??شومانو د كفالت او تحفظ لپ??ره به اقدامات كولې شي٬دا يوه دړدمنده پیښه وه٬دا بايد د سياسي پوائنټ سكورنګ لپ??ره استعمال ن?? كړې شي