لاهور۔23فروری(اے پی پی ) د پنجاب اعلی وزير عثمان بز??دار د خالي په ورځ ډېره غازي خان كښې د كروړونو روپو د خېر ښېګړې منصوبو پرانسته وكړه او د بنياد تيګه ئې كېښوده۔ ده د ډسټرکټ ھېډکوارټر روغتون ډېره غازی خان ګائنی وارډ او اېمرجنسی بلاک رنګ روغن منصوبې په شمول د كمال پارك ٬ سټي پارك تونسه شري رنګ روغن منصوبې پرانسته هم وكړه۔ اعلی وزير ګجری تھوخ څخه تر د بان سن فېز II پوخ سړك بنيادي تيګه هم كېښوده۔ په 8.5 کلومیټر اوږ دې سړك به نزدې 112 ??لي?? روپۍ مصرف كولې شي۔ دې سره سره اعلی وزير سخی سرور څخه تر رونګھن سړك بحالۍ او بيا رغونې بنياد هم كېښودو۔ د 28 كلوميټر اوږد دې سړك په بحالۍ و بيا رغونه به 197 ??لي?? روپۍ لګولې شي۔ اعلی وزير د اوبو رسنې او نورو سكيمونو بحالۍ منصوبو د بنياد تيګه هم كېښودله۔ دې نه وړا??دې اعلی وزير غازی میډیکل کالج ډېرہ غازی خان كښې د شجركارۍ مهم ترسېوري لا??دې د اشوك ونه ولګوله او د شجركارۍ مهم كاميابۍ له ئې دعا و كړه