لاهور 26 اپرېل (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي مونږ دا مهال نړيوال چېلنجونو سره مخ يو٬موجوده حكومت دې چېلنجونو څخه مخ نيوي لپاره بشپړ صلاحيت لري٬عمران خان هغه مشر دے چا چې پاكستان ته د ورلډ كپ او شوكت خانم په صورت ډېر څه وركړې ٬اخوت د هېواد او قام لپاره لويې كا?? كوي٬حكومت دې ډول خېرښېګړی ادارو سره بشپړه مرسته كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د اخوت كالج پ??هنتون قصور دورې په موقع په خپله وېنا كښې وكړه۔پھ دې موقع د اخوت باني چيئرمېن ډاكټر امجد ثاقب٬پروفيسر همايون احسان٬ډاكټر كامران شمس٬ډاكټر اظهارالحق٬د كالج پرنسپل شېرافګن شهزاد او زده كونكي په ګڼ شمېر موجود وو۔ده ووئيل دلته په راتللو ډېر خوشحاله شوې يم ٬ تاسو ډېر لويې كا?? كوۍ او داسې كار د لوے څښتن د رحم?? نه بغېر ممكن نه دے٬ ده ووئېل زه غواړم چې د داسې خلقو هم سفير شم۔ده ووئيل د لويې كار لپاره د لويې نوم ضرور?? نه وي٬ستاسو خواري ٬ هڅې او جذبه به تاسو په وړاندې بوځي٬تاسو چې كله د نيكۍ كار لپاره يو قدم وړاندې ځۍ نو لوے څښتن ستاسو مرسته كوي۔(