اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د محصولاتو دوهم وزير حماد اظهر وئيلي دي چې د اپوزيشن ګوندونو لخوا د ټول ګونديز كنفرنس رابللو مقصد اېن آر او لپاره ف??ار اچول دي٬ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ مشر??ن په يو پېج نه دي٬ شهباز ??ريف يو پلو او نااهل مريم ??واز په بل پلو ولاړه ده٬ د مولانا فضل الرحم??ن پشان كس اے پي سي راغواړي چې تېر وخت ئې ټولو ته معلوم دے۔ د اتوار په ورځ د پارلم??ن په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې په تېر وخت كښې د نوابزاده نصرالله خ??ن په شان شخصيت اپوزيشن يو ځائ كړے و٬ په هغه اپوزيشن باور لرلو او هغه يو زيرك سياستوال و۔ ده ووئيل چې په مولانا فضل الرحمان ټول سياسي ګوندونه باور نه كوي٬ د اپوزيشن ګوندونو لخوا د ټول ګونديز كنفرنس رابللو مقصد اېن آر او لپاره ف??ار اچول دي خو داسې به ونه شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې پيپلز ګوند د سېنېټ چيئرمېن راوستې٬ اوسې ئې لرې كولو لپاره بلېك مېلنګ كوي٬ كه لرې ئې هم كړي٬ دې سره څه ف??ق نه پرېوځي۔ ده ووئيل چې د اپوزيشن اے پي سي د پېل كېدو نه وړاندې ختم شوے۔