اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان ګاٶن??ي هېوادونو سره په شريك سوله ايز سباٶن باور لري ٬ هند سره د جمو كشمير پشمول ټولې د هواري وړ شخړې د خبرو اترو د لارې حل كول غواړو٬ پرتګال او بيلجيئم سره دوه اړخيزه تجارت ته وده وركولو ل??اره فعاله او جامع ګامونه پورته كولو ته اړتيا ده۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي دا خبرې پرتګال او بيلجيئم لپاره نومولې شوو سفيرانو جاوېد جليل خټك او ظهير اسلم جنجوعه سره كړې چا چې اولس مشر سره د زيارت په ورځ جلا جلا ملاقاتونه كول۔ اولس مشر په دو??ړو نومولو شوو سفيران زور رو??ړو چې پاكستان د سېلګرۍ په اړه پراخه استعداد لرون??ې هېواد دے او تاسو ل?? پرتګال او بيلجيئم كښې د پاكستان سېلګرۍ ودې له كار پكار دے۔ ده ووئيل پاكستان پرتګال اوبيلجيئم سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ اولس مشر په دو??ړو سفيرانو زور رو??ړو چې دواړٶ هېوادونو سره د دوه اړخيزه اړيكو په خاص توګه د اروپائي ائتلاف په تناظر كښې د شريكې خوښې په بېلا بېلو څانګو كښې اړيكو او مرستې ته وده وركولو ل??اره كار وكړي۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت د ويليو اېډډ مصنوعاتو غوندې د ډيزائنر څيزونو په درآمد كښې زياتوالي او هېواد كښې د سرمايه كارۍ او كاروبار لپاره ښه ماحول لپاره كار كوي۔ اولس مشر دو??ړو سفيرانو ته امر وكړو چې ھغوي د اقتصادي مرستې بحالۍ له نور ګامونه پورته كړي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان د نړۍ يوازنې هېواد دے چې د ترهګرۍ د لعنت ئې په مړانه مقابله كړې او ورته ئې ماتې وركړې٬ پاكستان امن پسند هېواد دے او په خاص توګه خپلو ګاٶن??ي هېوادونو سره په شريك سوله ايز سباٶن باور لري۔ اولس مشر دو??ړو سفيرانو ل??اره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره هيله څرګنده كړه چې د سفيرانو په سفارتي موده كښې به پرتګال او بيلجيئم سره د پاكستان اړيكې لا وده اومومي