اسلام آباد 24 اګست (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د ظلم او جبر يو چال هم د هند په ضد د كشميريانو عزم ختم نه كړے شو او دوي په هر قيمت آزادي غواړي۔ اولس مش?? په ټويټ?? په يوه وېډيو تبصره كولو سره ووئي?? چې دا دے سرينګر چرته چې تېره ورځ سره د كرفيو٬ بندېزونو٬ بلېك آؤټ ٬ د اوښكې بهيوونكي ګاز او ډزو د زرګونو په شمېر كشميريان سره د مېرمنو او ماشومانو د هندي جارحيت په ضد د جمع په ورځ سړكونو ته راوتل۔ اولس مشر خپلو د 20 لكو نه زياتو ټويټر فالوورز او نورو وګړو ته خواست وكړو چې مهرباني دې وكړي دا وېډيو دې ري ټويټ كړي چې نړۍ ته معلومه شي۔ ده ووئي?? چې هند اور سره لوبې كوي۔ ده د نيوريارك ټائمز د يو راپور حواله وركولو سره ووئي?? چې خطرناكې نعرې وهل كېږي٬ يو سوله ايز حل لپاره وخت په تندې سره تېرېږي۔ اولس مش?? په ګڼ شمېر ټويټونو كښې ووئي?? چې مونږ هند ته خبردارې وركوو چې د ترهګرې تخم ونه كري او بيا دې د خپل ظلم او غېر قانوني اقداماتو د غبرګون تو?? په پاكستان نه لګوي۔ اولس مشر ??وئي?? چې نړۍ ته معلومه ده چې هند په كشمير كښې ګولې ورولو سره خلاف ورزې كوي او ښائسته وادي او په دې كښې اوسېدونكي ئې تس نس كړي دي۔ اولس مشر ??وئي?? چې بهېدونكې هر يوه اوښكه او د وينې څاڅكې د آزادې غږ كوي۔