نیویارک ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ميرپور كښې د زلزلې لامله په ځاني او م??لي زيان د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي مونږ ټول په دې د زړه نه خفه يؤ۔ وزيراعظم ??م په دې ډېر خفه دې۔ وفاقي حكومت ٬ د آزاد كشمير حكومت او نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ دې په ګډه د زلزله ځپليو مرسته وكړي۔ د شورؤ په ورځ خپل خصوصي وېډيو پېغام كښې ده ووئيل دا مهال زه نيويارك كښې يم ماته اوس اوس اطلاع ترلاسه شوې ده چې ميرپور كښې د زلزلې لامله ځاني او م??لي زيان شوې دې۔ مونږ ټول په دې زيان د زړه نه خفه يؤ او وزيراعظم هم خفه دې۔ ده ووئيل مونږ دلته د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې د كشميريانو مقدمې په لړ كښې راغلې يؤ۔ په دې مهال د زلزلې خبر راتلل د ډېر غم سبب دې۔ ده دعا وكړه چ?? لوئے څښتن دې حق رسېدليو له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او ژوبل شويو له زر تر زره روغ صحت وركړي۔