اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د پاكستان وسله وال ځواكونه د خوږ هېواد دفاع لپاره په بشپړه توګه چمتو دي٬ د هېواد په دفاع ٬ ??ال??يت او خپلواكۍ به سودا نه كوٶ٬ پاك فضائيه په خود انحصارۍ باور لري٬ جے ايف 17 تھنډر زمونږ د فخر وړ اثاثه ده٬ وظيفائي قابليت ٬ پوهه او په مړانه د پاك هوائې ځواك هېڅوك مقابله نه شي كولې۔ د شورو په ورځ په سونمياني فائرنګ رېنج كښې د پاك فضائي جنګي الوتكو د فائر پاور مظاهرې په موقع دستورې ته خپلې وېنا كښې اولس مشر په ځانګړې دستوره كولو د پاك فضائي مشر ته مباركي وركولو سره ووئيل د پاكستان وسله وال ځواكونه د خوږ هېواد دفاع لپاره په بشپړه توګه چمتو دي٬ د هېواد په دفاع ٬ ??ال??يت او خپلواكۍ به سودا نه كوٶ۔ اولس مشر ووئيل د هېواد د فضائي پولو په ساتنه كښې پاك فضائيه مركزي كردار لري او د پاك فضائي څوك مقابل نه د??۔ اولس مشر ووئيل هند سره په فضائي جنګ كښې د پاك فضائي كاركردګي د سيمې فضا بدله كړې ۔ ده ووئيل د منطقې هېوادونه د پاك فضائي د صلاحيتونو ستائنه كوي۔ ده ووئيل پاكستان ګاٶنډي هېوادونو سره ښې اړيكې غواړ??۔ اولس مشر ووئيل ګردې نړۍ د هندي جارحيت په مقابله كښې د پاكستان د غبرګون ستائنه كړې ۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي په نړيوالې ورورولۍ زور رواړې چې ھغوي په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو او كرفيو خبر واخلي٬ د خپلواكۍ حق د كشميريانو بنيادي او زېږونې حق دے ۔ اولس مشر ??ه كامره كښې د اېوي اېشن سټي جوړولو د منصوبې ستائنه هم وكړه۔ په دې موقع په سونمياني فائرنګ رېنج كښې د پاك فضائي جنګي الوتكو د برق رفتارۍ څرګندونه كولو سره خپل هدفونه ??ه كاميابۍ سره په نښه كړل۔ په دې موقع د پاك هوائې ځواك مشر او لوړ پوري هم موجود وو