اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي د دهرنې كاركنان پھ ??ېدان كښې او لارښود يې په خپلو كټونو كښې آرام كوي٬دا ښكاره تضاد دے٬د يو عالم كار اصلاح كول وي٬د چا ذات په نښه كول نه٬مولانا فضل الرحمان په سياسي مېدان كښې مذهبي كارډ كاروي۔د زيارت په ورځ د پارليمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې دې ووئيل د حكومت د اړخه د خ??رو اترو دروازې پرانستې پرتې دي۔حكومت په معاشي ډګر٬آئيني ادارو٬سياسي اصلاحات او په اكنامك ك??ر كوي٬كه مو??انا څه تجويز لري نو هغه دې وړاندې كړي٬حكومت د هغې اورېدو له چمتو دے۔خاص مرستيالې ووئيل مو??انا فضل الرحمان په پارليمان كښې نشته ځكه دا پارليمان هغه ته حرام ښكاري۔پھ ??وم پارليمان كښې چې هغه وي بيا هغه حلال وي۔دې ووئيل زمونږ لپاره پارليمان مقدس دے كه مو??ږ يو او كه نه۔دې ووئيل حكومت د صبر څخه كار اخلي٬مونږ د خ??رو اترو د كاميابۍ هيله لرو۔دې ووئيل وزيراعظم چرې هم تصادم نه غواړي هغه د امن په حقله د مذاكراتي كمېټۍ د لارې پیغام وركوي۔دې ووئيل مو??انا فضل الرحمان يو عالم دے او د عالم كار اصلاح كول وي٬هغه د وزيراعظم ذات په نښه كوي٬د دهرنې له امله كشمير كاز ځپلې كېږي۔دې ووئيل پاكستان تحريك انصاف ته يو نيم كروړ اولس ووټ وركړې ٬د وګړو د صبر امتحان دې مو??انا فضل الرحمان نه اخلي۔