اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د نوازشريف نامه د اي سي اېل نه وېستلو لپاره په تګلاره عمل روان دے٬ د آصف زرد??ري كورنۍ بايد په ميډيا د بيانونو وركولو په ځائ قانوني لاره خپله كړي، د ضلعي عدالتونو د حالت زار نه وفاقي كابينه خبر كړې شوې ٬ وزيراعظم د قانون وزير په مشرۍ كښې خاص كمېټي جوړه كړې٬ د مولانا فضل الرحمٰن صل??حي??ونه ټولو ته په ورمخې ته شوي ٬ د ھغه لوبغاړي په مېدان كښې موجود دي خو همت ئې بېللې ٬ مخالفه ډلې دې څلور كال انتظار وكړة ۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ په د اسلام آباد هائي کورټ نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې وكړه۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان وو??يل د هر ډول منصوبې ترسره كولو لپاره د مالي وسائلو شته والې ضرورې دے٬ د اسلام آباد د ضلعي عدالتونو د حالت زار نه وفاقي کابينه خبر كړې شوې ٬ ټول په دې خبره متفق دي چې د ضلعي عدالتونو حالت سم نه دے۔ دې وو??يل وزيراعظم د قانون وزير په مشرۍ كښې خاص كمېټي جوړه كړې چې پكښې به د وكيلانو نمائندګان هم شامل وي۔ خاص مرستيالې وو??يل کمېټۍ به د سائلينو او د عدالتونو سره د دواړو ډلو تجويزونه حكومت ته وړاندې كوي٬ حکومت په هره څانګه كښې په اصلاحاتو عمل كوي۔ دې وو??يل د عدالتونو او نېب په امر د هر كس نامه په اي سي اېل كښې د اچولو او وېستلو پرېكړه كېږي٬ د نوازشريف نامه د اي سي اېل نه وېستلو لپاره په تګلاره عمل روان دے ۔ دې وو??يل نوازشريف د نېب ملزم دے حکومت د نجي په ځائ د سرك??ري ميډيكل بورډ تجويزونه قبولوي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان وو??يل كه آصف زرد??ري رنځور وي نو ھغه دې د قانون له مخې درخواست وركړي او د ھغه كورنۍ دې د بيان بازۍ په ځائ قانوني لاره خپله كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ډاكټر فردوس عاشق اعوان وو??يل حكومت د خواهشاتو له مخې نه چلېږي بلكې په آئين او قانون عمل كوي ۔ دې وو??يل مولانا فضل الرحمن په فل ټاس بال د کريز نه بهر چهكې لګولې او د ھغوي صل??حي??ونه ټولو ته معلوم شوي٬ د ھغه لوبغاړي په مېدان كښې دي خو همت ئې بېللې ۔ دې وو??يل د پرلت ځائ خوا اوشا اوسېدونكو خلقو ته د آزاد ژوند حق وركول پكار دې٬ د دوي ماشومان هم بايد هم سكول ته لاړ شي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان وو??يل كاركنان په مېدان كښې او مولانا فضل الرحمان په آرام لرونكې بړستن كښې دے كوم چې ښكاره تضاد دے۔ فردوس عاشق اعوان وو??يل وزيراعظم عمران خان او پاکستان لازم او ملزوم دي٬ د مخالفې ډلې غړي دې د ټولټاكنو څلور كاله انتظار وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې وو??يل عدالت نواز شريف له د ميډيکل بورډ په سفارش په ميرټ ضمانت وركړې ۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان وو??يل په ميډيکل بورډ كښې پوهه ډاكټران وي او هغوي د سياست سره هېڅ تعلق نه لري