اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي نن ??رځ د ادارو ترمېنځه په ټكر هېواد كښې د عدم استحكام خوښي لرونكو لپاره د مايوسۍ ??رځ ده٬ چيف جسټس آصف سعيد کھوسه د پاکستان په عظيمو ججانو كښې يو دے۔ د زيارت په ??رځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل نن ??رځ د ادارو ترمېنځه د ټكر د لارې هېواد كښې د عدم استحكام خوښي لرونكو لپاره د مايوسۍ ??رځ ده۔ ده ووئيل نن ??رځ زمونږ د بهرنيو دښمنانو او دلته د موجوده مافياز لپاره د مايوسۍ ??رځ ده چا چې د هېواد دولت لوت كړې او بهر ئې جمع كړې ٬هغوي هېواد كښې د عدم استحكام د لارې خپل دولت محفوظول غواړي۔ وزيراعظم ووئيل ريکارډ لپاره دا وئيل غواړم چې چيف جسټس آصف سعيد کھوسه د پاکستان عظيمو ججانو كښې يو دے او زه د ده ډېر عزت كوم ۔ ده ووئيل زمونږ ګوند ھغه يو??زنې ګوند ??ېے چا چې 23 كاله وړاندې د آزادې عدليې او د قانون حكمرانۍ خبره كړې وه ۔ په 2007 كښې پي ټي آئي د عدليه په تحريك كښې د ټولو نه وړاندې ٶ او په دغه هلو ځلو كښې زه زندان ته لېږلې شوے ووم ۔.