الكرمه٬اردن 12 دسمبر (اے پي پي)د مذهبي چارو وفاقي وزير پيرنورالحق قادري د وزي??اع??م په خاص سپارښتنه په اردن كښې مړو شوو د 13 پاكستانيانو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونې لپاره د زيارت په ورځ د اردن ښار الكرمه ته رسېدلې دے ۔د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې په دې سيمه كښې د شارټ سركټ له امله لګېدلې اور كښې د يوې كور??ۍ 13 پاكستانيان په حق رسېدلې وو۔د تفصيلات له مخې د مذهبي چارو وفاقي وزير د اردن سيمې الكرمه ته ت??لې??د غم جنې كورنۍ مشر علي شېر جوئيه او نورو كسانو سره د ملاقات كولو په مهال ده ووئيل ستاسو د كورنۍ په دې پیښه ټول قام خفه دے۔زه د وزي??اع??م عمران خان په خاص سپارښتنه غمرازۍ له راغلې يم۔پھ دې پیښه د وزي??اع??م عمران خان ټولې همدردۍ ستاسو سره دي۔پيرنورالحق قادري د ارواښادو بخنښې لپاره فاتحه خواني وكړه۔د يادونې وړ ده د ځپلې كورنۍ تعلق د سنده دادو سيمې څخه دے۔د ځپلې كورنۍ مشر علي شېر جوئيه د وفاقي وزير په راتګ د وزي??اع??م عمران خان د غمرازۍ په پیغام مننه وكړه