اسلام آباد 13 دسمبر(اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي ??ي پارلمان د قوي او فعاله پاكستان لپاره د ملا د تير حېثيت لري٬ پارلمان عام وګړي غږ دے۔ اولس مشر دا خبرې د شپږم قامي پارليمنټرين ډوېلپمنټ كورس ګډون كو??نك?? سره په خپلو خبرو كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې هغه سره ملاقات كولو۔ اولس مشر د پاكستان انسټي ټيوټ فار پارليمنټرين سروسز د معياري تربيې كردار وستائېلو او په دې خبره ئې زور راوړو چې زمو??ږ مشرانو پاكستان لپاره د يو جمهوري هېواد تصور وړاندې كړے ۔ د پاكستان آئين د اولس مشر ٬سېنېټ٬قامي اسمبلي ??و صوبائي اسمبلو كردار متعين كړے۔ ده ووئيل د پارلمان غړي بېلا بېل پس منظر لري او دا تنوع زمونږ د جمهوريت ښكلا او مضبوطيا څرګندوي۔ اولس مشر هيله څرګنده كړه چې په كورس كښې ګډون كو??نك?? دې ترلاسه شوې پوهې د پارليمان كاروائي په ښه ډول چلولو او د پارلمان د غړو معاونت لپاره اوكاروي۔ د پاكستان انسټي ټيوټ فار پارليمنټري سروسز پارلمان غړو ته د قانون سازۍ٬تحقيق او د كار استعداد زياتوالي لپاره تربيه وركوي۔ دغسې اړوند سېكرټرېټس كښې كار كو??نك?? ملازمانو د كار استعداد زياتوالي ??ذمات هم ترسره كوي چې هغوي مهمو څانګو كښې د څارنې٬قانون سازۍ٬نمائندګې او پالېسي ګائيډنس په اړه د ښې كاركردګۍ لپاره د پارلماني غړو معاونت وكړي