اسلام آباد ۔ 14 فروری (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د ترك اولس مشر ل??وا د كشمير او اېف اے ټي اېف ډول مهمو مسئلو په اړه كلك او ښكاره دريځ درلودل غېر معمولي او مثالي دے۔ په پاك ??رك سفارتي رابطو كښې د زرين باب اضافه شوې۔ وخت راغلے چې مون?? خپلې رابطې په اقتصادي شراكتدارۍ بدلې كړو۔ اقتصادی سټرېټېجک فرېم ورک سره به دوه اړخيزه معاشي اړيكې لا مخ په بره لاړې شي۔ ده ووئيل ترك اولس مشر رجب طيب اردوان چې د پارليمان شريكې غونډې ته خطاب كښې د مهمو مسئلو په اړه كوم كلك او ښكاره دريځ خپل كړې هغه مثالي دے۔ د ترك اولس مشر خپل خطاب كښې د كشمير مسئلې ته خپله او د تركو مسئله وئيل لويه خبره ده او داسې بيان وړاندې د كوم ترك اولس مشر ل??وا نه دې رامخې ته شوې۔ ده ووئيل زه دا ګڼم چې زمونږ په سفارتي رابطو كښې د يو زرين باب اضافه شوې ۔ ترك اولس مشر دا هم ښكاره پېغام وركړې چې د اېف اے ټي اېف په معامله تركيه د پاكستان سره ولاړ دے او وي به۔ ده ووئيل وخت راغلے چې مون?? خپلو كښې رابطې په اقتصادي شراكتدارۍ بدلې كړو۔ خارجه وزير ووئيل اقتصادی اسټرېټېجک فرېم ورک سره به د پاكستان او تركيه ترمينځھ معاشي اړيكې مخ په بره لاړې شي۔ ده ووئيل خارجه دفتر په شپه او ورځ كار كولو تركيه سره لوظنامو ته حتمي شكل وركړې او نن د دواړو هېوادونو ترمينځھ 12/13 يادښتونه لاس ليك كېدل امكان لري ۔