اسلام آباد 15 فروري (اے پ?? پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د وزيراعظم خاص مرستيال نعيم الحق په مړينه خواشيني ښودلې. د ايوان صدر د مېډيا ??فت?? لخوا جاري شوي بيان له مخې اولس مشر دعا كړې چې لوي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي. اولس مشر د ارواښاد سياسي او سماجي خدمات ستائيلو سره وئيلي دي چې هغه د وزيراعظم په پخوانو ملګرو كښې شامل وو. ده په به??در?? سره د كېنسر پشان د ناروغې مقابله كړې. د ده خدمات به ډېره موده ياد ساتلې شي.