اسلام آباد 11 مارچ (اے پي پي) قامي اسمبلۍ د بې دركه او تښتولې شو?? ماشومانو لپاره د الرټ زياتولو٬ د ځوابي ردعمل او بازيابۍ لپاره د احكاماتو وضع كولو بل منظور كړے چې اطلاق به ئې په ګرد هېواد وي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاکټر شيريں مزاري د زېنب الرټ بل تر مخه د ځوابي غبرګون او د راخوشې كول بل 2020ء كښې د آئين آرټيکل 70 شق 2 له مخې غور كولو لپاره تحريك وړاندې كړو۔ په دې خواجه آصف ووئيل دا بل وفاق لپاره دے ٬ مونږ دې بل سره اتفاق لرو٬ د اسلام آباد په هره سګنل زېنب ولاړه ده ٬ مونږ د دې بل په نېت شك نه لرو خو ځينې قانون سازي د اېن جي اوز په وېنا كېږي٬ ھغوي فنډنګ كوي٬ د اسلام آباد سګنلز د خېر غوښتلو باقاعده ټهېكې وي او په دې لړ كښې هم بل منظور شوې ٬ كه په ھغې عمل شوې وې نو دا كار به نه كېدو۔ ده ووئېل د بل محرك دې بهر خامخا بل اوګوري چې تر اوو كال?? ماشومانې ا?? ماشومان خېر غواړي۔۔ شيريں مزارمات_کے_ساتھ_کھیلیں/117161.html">ي و??ئيل چې بل منظور شي نو عملدرآمد به پرې كېږي٬ دا به په ټول هېواد كښې نافذالعمل وي۔ د دې نه پس سپيكر د بل شق وار منظوري واخسته او بل په يوه خله منظور كړې شو ۔ سپيکر ووئيل دا بل ګرد هېواد كښې نافذ كولو په اره چې كوم كمې لرلې شي ھغه به سپيكر د خپل اختيار له مخې تر سره كوي٬ د دې بل له مخې به زينب الرټ ځوابي ردعمل ٬ د بې دركه او د تښتولې شو?? ماشومانو لپاره د راخوشې كولو ايجنسي جوړولې شي او د دغې مشر به ډائرېكټرجنرل وي٬ د دې اېجنسۍ نګراني به د آئي سي ټي چائلډ پروټېكشن اېډوا??رز?? بورډ په اختيار كښې وي٬ دا اېجنسي به زېنب الرټ فعالولو٬ د اېس اېم اېس او اېم اېم اېس اجراء لپاره اوړندو ادارو سره د كار كولو پشمول د نورو اقداماتو ذمه وار وي٬ د آئي سي ټي چائلډ پروټيکشن اېډوائزري بورډ (زارا) د كاركردګۍ د جاج اخستو نه علاوه به د لا بهترۍ لپاره اقدامات تجويز كوي۔ د دې قانون له مخې د پوليس هر ھغه افسر څوك چې د ماشوم د بې دركۍ يا اغواء په معامله كښې قصداً تاخير يا خنډان راپېدا كوي ھغه لپاره به د يو كال نه تر دوو كالو سزا او د پنځوس زره نه تر يو لك روپو جرمانه وي۔