اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د اېس او پيز په عملي ك??لو كښې به هېڅ ډول نرمي نه كېږي٬ سخت انتظامي اق??امات په ګرد هېواد كښې پېل كوٶ چې مقصد ئې د حفاظتي تدبيرونو په خلاف ورزۍ سخت سرزنش كول دي دغسې چې په بازارونو٬ ټرانسپورټ او صنعتي څانګو كښې د كرونا خپرېدو مخ نيوے وكړے شي ، ځكه چې دغلته د كرونا خپرېدو اندېښنه زياته ده٬ د ټولو صوبو اولس ته دې دا ??ېغام ورسولې شي چې حكومت د سماجي فاصلو او د حفاظتي تدبيرونو په خلاف ورزۍ انتظامي كاروائي پېل كؤنكے دے۔ د ش??رو په ورځ په نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سي او سي) كښئ د غونډې مشري ك??لو سره ده ووئيل د قامي رابطه كمې??ۍ د غونډې په منټس كښې د دې خبرې تصحيح شوې چې په رضاكارانه توګه په حفاظتي اق??اماتو عملدرآمد او د خلاف ورزۍ كوٶنكو په ضد به سخت اق??امات باوري ك??لې شي۔ په دې لړ كښې اېن سي او سي ته د ټولو صوبو بشپړ ملاتړ ترلاسه دے