اسلام آباد ۔ 2 جولائی (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د سوئيلي ??نجاب صوبې هغه خوب كوم چې زمونږ د منشور برخه وه نن په عملي توګه د هغې تعبير رامخې ته كېدل پېل شوے ۔ د زيارت په ورځ د سوئيلي ??نجاب صوبي په حقله خپل و??ډي?? بيان ??ښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل زه د سوئيلي ??نجاب د يو ټاكلي ??مائنده په حېث د پاكستان ??زيراعظم او د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان د زړه د كومي نه مننه كوم۔ د سوئيلي ??نجاب صوبې هغه خوب كوم چې زمونږ د منشور برخه وه نن په عملي توګه د هغې تعبير رامخې ته كېدل پېل شوے۔ ده ووئېل د سوئيلي ??نجاب د ایډیشنل چیف سېکرټرياو ایډیشنل آئی جی تعيناتي عملي شوې ۔ دې دواړو چارواكو سره زما خبره شوي او دوي ذمه وارۍ سنبالولو لپاره چمتو دي۔ وزیر اعظم عمران خان او اعلی وزير عثمان بزدار دوي بريف كړي چې د دوي نه مونږ كومې هيلې لرو۔ دا دواړه اعلی چارواكي به خپل دفترونه بهاولپور او ملتان ??ښې جوړوي او دغلته پاتې كېدو سره به د اولس مسئلې حل كوي۔ خارجه وزير ووئيل د نېشنل ايوارډ په ډ??ل پرونشل فنانس ايوارډ هم ډېر ضروري دے۔ د كابينې د پرېكړې له مخې كله چې پرونشل فنانس ایوارډ نافذ شي نو ضلعو ته به د آبادۍ په تناسب ٬ د ضرورتونو او محروميو تر مخه فنډز وركولے شي