اسلام آباد ۔ 2 جولائی (اے پی پی) د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ??اك??ر ظفر مرزا پمز كښې د بېت المال د نوي سافټ ويئر سسټم پرانسته كړې ده ۔ د پاكستان بېت المال او د روغتيا وزارت د دې مهم ګام تر مخه رنځورانو او مستحقو وګړو سره مالي مرسته تندولو او دا لا سپېځلې كولو لپاره نوے سسټم معارف?? كړے شوے ۔ پمز روغتون كښې د دې منصوبې د پرانستې دستورې ته خطاب كښې خاص مرستيال ??اك??ر مرزا ووئيل حکومت د خپل لوظ له مخې د وروستو پاتې ډلو خېر ښېګړې له عملي ګامونه پورته كوي او هم دا د مدينې رياست حقيقي شكل دے۔ ده ووئيل د دې سافټ ويئر د لا??ې به رنځورا??و ته درملنو له د مرستې روپۍ د كمپيوټرائزډ طريقې د لارې په تندۍ او په سپېځلي ډول وركولې شي۔ وروستو به دا سسټم د هېواد نورو روغتونونو كښې هم معارفي كولے شي۔ ??اك??ر ظفر مرزا ووئيل پاكستان بېت المال د بې وزله وګړو او وروستو پاتې ډلو مرستې له او د دوي حاجتونه ترسره كولو له يوه مهمه اداره ده۔ انفرادی مالی امداد سماجی تحفظ له د پاکستان بېت المال يو مهم سكيم دے چې له مخې ئې مستحق وګړو سره نېغ په نېغه مالي مرسته كېږي