اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د كورونا مخ نيوي په اړه په مثبتو نتيجو د اطمينان څرګندونه كولو س??ه وئيلي دي چې د كورونا وائرس ګراف پرله پسې ټيټېدل د ډاډ وړ خبره ده، د اېن سي او سي غونډې دې په صوبائي سرښارونو كښې وكړې شي او د صوبو په كوآرډينېشن دې انتظامي اقدامات لا موثر كړے شي، د لوي اختر په موقع دې حفاظتي اقدامات او په اېس او پيز په سختې سره عمل وكړې شي. ده دا خبرې په خپله مشرې كښې د كووېډ 19 صورتحال په اړه د جاج اخستې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په غونډه كښې وفاقي وزيرانو محمد حماد اظهر، مخدوم خسرو بختيار، اعجاز احمد شاه، سيد فخر امام، اسد عمر، سلاكار عبدالرزاق داٶد، خاص مرستيالانو لېفټېننټ ج??رال ﴿ر﴾ عاصم سليم باجوه، شهباز ګل، فوكل پرسن ډاكټر فېصل سلطان، د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ ج??رال محمد افضل او نورو اعلٰي چارواكو ګډون وكړو. په غونډه كښې وزيراعظم ته د كورونا اوسني صورتحال، د سيمه ايز صورتحال، د س??ار?? لاك ډاٶن حكمت عملې مثبت نتيجو، په روغتونونو كښې كووېډ لپاره د بېډز اضافې صورتحال او په خاص توګه د لوي اختر او محرم په مهال د كورونا مخ نيوي لپاره د تشكيل شوې حكمت عملې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو. وزيراعظم ته ووئيل شول چې په دې وخت كښې د هېواد په 30 ښارونو كښې په 227 ځايونو كښې س??ار?? لاك ډاٶن دے. تر اوسه د س??ار?? لاك ډاٶن ډېرې مثبت نتيجې راغلې دي. غونډې ته ووئيل شول چې د منطقې د نورو هېوادونو د تجربو څخه دا خبرې مخې ته راغلې چې د كورونا مخ نيوي په اړه ?? مكمل لاك ډاٶن كه يو خوا مطلوبه نتيجې نه دي راوتلې نو هتله ورسره د معاشي مجبورو په وجه د لاك ډاٶن ختمولو س??ه كورونا خپره شوې او مرګونه زيات شوي دي. د دې په ضد په پاكستان كښې د س??ار?? لاك ډاٶن حكمت عملي ډېره موثره ثابته شوې. وزيراعظم ته ووئيل شول چې د كورونا په كېسونو كښې د كمي په نتيجه كښې په روغتونونو بوج كم شوے. وزيراعظم ته ووئيل شول چې د كورونا رنځورانو لپاره د بېډز د بېډز په شمېرو كښې د 15 سوه اضافه شوې. په راتلونكو څو ورځو كښې به دا شمېره دوه نيم زرو ته ورسولې شي. په دې موقع وزيراعظم عمران خان د كورونا مخ نيوي په اړه په مثبتو نتيجو د اطمينان څرګندونه كولو س??ه ووئيل چې د كورونا وائرس ګراف پرله پسې ټيټېدل د ډاډ وړ خبره ده، د اېن سي او سي غونډې دې په صوبائي سرښارونو كښې وكړې شي او د صوبو په كوآرډينېشن دې انتظامي اقدامات لا موثر كړے شي، د لوي اختر په موقع دې حفاظتي اقدامات او په اېس او پيز په سختې سره عمل وكړې