اسلام آباد 17 اګست (اے پی پی) د مواصلات او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي د ا??ن اېچ اے خودانحصارې او د سپېځلتيا مقصد لپاره جيوګرافك انفارمېشن سسټم جاري كرے شوے٬ د نېټ ورك چارو نكراني به كولې شي او ريونيو به زياتولې شي٬ حكومت په يوه اونۍ كښې چې په اولس كوم زېري كړي پكښې ترسيلات زر كښې زياتوالے٬ د پاكستان سټاك اېكسچېنج په نړۍ كښې غوره ګرځېدل٬ د موډيز لخوا معيشت د منفي نه مثبت ګرځول٬ په كورونا قابو موندلو لپاره د غوره حكمت عملې ستائنه كول٬ د رېلوے په نظام كښې بهترې لپاره د اېك??ك څخه د اېم اېل ون منظوري٬ د نيو بليو اېريا پراجېكټ منظوري٬ په حسابات جاريه او د بجټ په خساره كښې كمے شامل دي۔ سږ كال به د كهربونو روپو قو??ي لوئې لارې جوړولې شي كومې به چې د تېر وخت پشان په قو??ي خزانه بوج نه وي٬ د احساس٬ رحم او انصاف په لار روانېدو سره به د مدينې رياست په طرز فلاحي رياست جوړوو۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د ا??ن اېچ اے د وړومبي جغرافيائي انفارمېشن سسټم اجرا دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل په دې سسټم يو كال وړاندے كار پېل شوے ؤ چې مقصد ئې د ا??ن اېچ اے خودانحصارې او سپېځلتيا باوري كول دي۔ ده ووئيل د دې نظام د لارې به د قو??ي لار د ټولو چارو څارنه كېږي او چې څومره هم د قو??ي لارو پروژې روانې دي٬ د هغو په اړه به معلومات ترلاسه كېدے شي۔ وفاقي وزير ووئيل د ا??ن اے اے د دوو كلونو كاركردګي به په راتلونكو يو دوو ورځو كښې قو?? ته وړاندے كړم چې پته ولګي چې څنګه د ا??ن اېچ اے ريونيو زياتېږي۔ ده ووئيل د پنځو كلونو هدف سره به په لږه موده كښې خودانحصاري ترلاسه كړو۔ ده ووئيل د تېرې يوې اونې په مهال په قو?? ډېر زېري شوي د كومو چې وزيراعظم عم??ان خان هم ذكر كړے۔