اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د هند سينئر سفارتكار خارجه دفتر ??ه طلب كړے شوے۔ هندي سفارتكار ته د ستمبر په 13مه نېټه د شپې په وخت د كنټرول لائن په جندروټ سېكټر كښې د جنګ بندې په بل??اش??عال خلاف ورزو سخت احتجاج شوے۔ د هندي پوځ په بل??اش??عال ډزو كښې درې بې ګناه وګړي سخت ژوبل شوي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د هند سينئر سفارتكار خارجه دفتر ??ه طلب كړے شو او هغ?? ته احتجاجي مراسله سپارل شوېِ٬ هندي سفارتكار ته وئيلي شوي دي چې د هند قابض پوځ د اېل او سي او وركنګ باؤنډري پرله پسې خلاف ورزې كوي او د آرټلري٬ درنې او خودكار وسلې دلارې عامه آبادي په نښه كوي۔ هندي سفارتكار ته ووئيل شول چې قصداَ آبادي په نښه كول ډېر د افسوس خبره ده٬ دا د انساني عظمت او وقار٬ د نړيوالو بشري حقونو څرګنده خلاف ورزي ده۔ د هند دې خلاف ورزو سره سيمه ايز امن سختو خطرو سره مخ دے او د دې نتيجه د كومې ستراتېژيكي غلطې په صورت كښې راوتلې شي۔ هند سږ كال 2245 ځله د جنګ بندې بلا اشتعال خلاف ورزې كړې دي چې پكښې 18 بې ګناه وګړي شهيدان او 180 ژوبل شوي دي۔ په هند زور را??ړل شو چې هغ?? دې د كال 2003م د جنګ بندې د لوظنامې پاسداري وكړي۔ د ملګرو ملتونو پوځي مبصرينو ته دې د خپل كردار ترسره كولو اجازه وركړي