اسلام آ??اد 22 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي ??زير سېنېټر شبلي فراز او د وزيراعظم د احتساب او كورنيو چارو صلاحكار شهزاد اكبر وئيلي دي د سندھ وزيراعلٰي لخوا د حكومت ختمولو د دړكې د تور غندنه كوو او دا تور مسترد كوو. شريك خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال دوي ووئيل د يو سازش له مخې په سندھ كښې يوه لوبه پېل كړې شوې او د دې نېغ په نېغه ګټه زمونږ دښمن هېواد هندوستتا?? ته رسيږي . دوي ووئيل كه د سندھ آئي جي تښتولے شوے ؤ نو تر اوسه د تعزيرات پا??ستان له مخې مقدمه ولې نه ده درج كړې شوې، د سندھ پوليس ټويټ له مخې د ضابطې تر مخه مقدمه درج او ګرفتاري شوې. دا دې ووئيلے شي چې د سندھ پوليس د ضمانت جوګه جرم كښې د صفدر اعوان ګرفتاري ولې ضروري وګڼله ، دا دروغ هم ووئيل شول چې بلاول وزيراعظم سره په رابطه نه كېدو آرمي چيف سره رابطه وكړه. دوي ووئېل مونږ ټولو ته معلومه ده چې تاسو په كوټه كښې دننه څه كوې او د كوټې نه بهر څنګه د جمهوريت چېمپئن جوړېږې . دوي ووئېل د سياسي ټګانو ګوند ﴿ن﴾ ليګ په خپل دور كښې په ماډل ټاٶن كښې په بې ګناه مېرمنو ډزې كړې، د بېنظير عكسونه ئې د چورلكې نه راغورځولي، ﴿ن﴾ ليګ د داسې حركاتو خالق دے، دا خلق خپلې لږې ګټې لپاره ، د كرپشن مقدمو څخه او د روغتيا په نوم د تښتېدلي لېډر بچ كولو لپاره جمهوريت او پا??ستان كمزورے كول غواړي.دوي ووئېل د دروغجنو آئي جي او سياسي ټګان دې په سټېج د پا??ستاني اولس په وينه څښكلو، د ادارو تباه كولو او د ادارو ترمېنځه د ټكر په ناكامو هڅو د اولس څخه بخښنه وغواړي. نواز شريف د الطاف حسېن پارټ ټو كردار ترسره كوي. وړ??كي سياسي مقصد لپاره دې هېواد بدنام نه كړے شي. د اطلاعات او خپرونو وفاقي ??زير شبلي فراز ووئيل د سندھ وزيراعلٰي مراد علي شاه د سندھ په اسمبلۍ كښې دروغ وئيلي ځكه چې دغه د دوي روايت دے. دروغ او رياكاري د دوي د سياست وړومبنې ستن ده. ده ووئيل د سندھ وزيراعلٰي لخوا په يو وفاقي ??زير تور لګولے شوے چې ده دړكه كرې وه چې كه اېف آئي آر درج نه كړے شو نو د سندھ حكومت به پاتې نه شي. مونږ د دې بې بنسټه تور غندنه كوو او دا تور مسترد كوو