لاهور 16نومبر (اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي علماﺀ کرام دې ماشومانو له د پيو وركولو ، د مور بچي غذائي حاجتونو او نورو اړوندو چارو په اړه خبرتيا پيدا كولو له خپل كردار ترسره كړي، آبادۍ كښې په زياتوالي قابو موندلو لپاره به ټول اړخونه تر نظره سا??ل وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپله مشرۍ كښې د لاهور په ګورنر هاؤس كښې د بهبودِ آبادۍ په اړه غونډې ته وينا كښې وكړه۔ صدر ووئيل علماﺀ کرام دې ماشومانو له د پيو وركولو ، د مور بچي غذائې حاجتونو او نورو اړوندو چارو په اړه خبرتيا پيدا كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ د آبادۍ زياتيدونكې شرح نمو قابو کولو لپاره میډیا په زړه پورې كردار ترسره كولے شي۔ده ووئېل مطلوبه اهداف سر كولو له ضروریات او وسائل په ګوته كولو ته اړتيا ده۔ آبادۍ كښې په زياتوالي قابو موندلو له به ټول اړخونه ترنظره سا??ل وي۔ ده ووئيل د کوویډ- 19 په مهال ميډيا د کورونا وائرس څخه بچ ك??دو لپاره احتیاطی تدابیر خپلولو په اړه كېډيا وګړو كښې خبرتيا راپيدا كړې۔ په غونډه كښې د پنجاب ګورنر چوهدری محمد سرور ، د پنجاب وزیر اعلیٰ سردار عثمان بزدار ، د وزیر اعظم خاص مرستيال ډاكټر فیصل سلطان ګډون كولو۔ په غونډه كښې د پنجاب د ِ بهبودِ آبادی وزیرمحمد هاشم ډوګر ، د روغتيا وزیرې ډاكټر یاسمین راشد هم ګډون وكړو۔ صدر له د ابادۍ خېر ښیګرې او په دې لړ كښې د شوو اقدا??ات?? په اړه بر??فن?? هم وركړے شو۔په غونډه كښې په زياتيدونكې آبادۍ قابو موندلو له د مختلفو تجاویزو جاج واخستلے شو