اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) خزانې لپاره د وزيرعظم ??لاكار ډاکټرعبدالحفيظ شېخ وئيلي دي چې اولس ته د پرمختګ خواږه رسولو نه غېر هېواد ك??ې پرمختګ او سوكالي باوري كېدې نه شي٬ كوټلې پرمختګ لپاره جامع شرح نمو ضروري ده ۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ فيوچر سمټ ته د وېډيو لنك د لارې خپلې وېنا كښې وكړې چې سرخط ئې ” د پاكستان سباٶن” ٶ۔ ده ووئيل د خپلې جغرافيائي محل وقوع، زرعي استعداد، معدني وسائلو، پراخه سمندري غاړو او د قدرتي وسائلو نه ډك د مېنځنۍ آسياء رياستونو سره د قربت په سبب پاكستان ځانګړې مقام ترلاسه كړې دې۔ ده د سمټ ګډون كوٶنكي غېر ملكي سرمايه كارو لپاره د ځائي ماركيټ پرانستو په اړه د حكومتي پالسيو نه هم خبر كړل۔ ده ووئيل حكومت كاروبار كښې آسانۍ او غېر ملكي سرمايه كار راغب كولو لپاره جامع اقدامات كوي چې ورسره به په هېواد ك??ې نه يوازې معاشي هلې ځل?? زياتې شي بلكې د روزګار موقعې به هم زياتې شي۔ ده ووئيل د كرونا مخنيوي لپاره حكومت د 1240 اربه روپۍ پېكج وركړې چې ورڅخه برېښي چې حكو??ت په سخت ??خت كښې د اولس د ستونزو حل لپاره څومره حساس دې ۔ ډاکټرعبدالحفيظ شېخ ووئيل هېواد ك??ې د روزګار موقع?? زياتولو كښې نجي څانګه اهم كردار لوبولې شي، نجي څانګې ته په سروسز وركولو كښې بهتري راوستل پكار دي، دې سره د كوټلي پرمختګ منزل ترلاسه كېدې شي۔ ډاكټر عبدالحفيظ شېخ د سمټ په تابيا كولو ده پرنټ شېل د سي اي او مننه وكړه